کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۶ مه نېټه):
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر مولوي عبد السلام ضعیف پدې نظر دی چې د افغانستان “۹۵ سلنه” طالبان پر ښځو د زده کړې او کار د محدودیت په اړه له خپل مشرتابه بېل نظر لري او پدې اړه د مشرتابه له فرمانونو سره موافق نه دي.
ښاغلي ضعیف له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي هغه طالب مشران چې پر ښځو له لګول شویو محدودیتونو سره مخالف دي، د طالبانو له مشرتابه سره وخت- ناوخت پر دې موضوع خبرې او مشورې ورکوي. نوموړی زیاتوي چې د طالبانو مشرتابه لا تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.
ښاغلي ضعیف اوسنیو واکمنو ته سپارښتنه کړې ده چې څومره چې ژر ممکنه وي لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.
په دې مرکه کې مولوي ضعیف همدارنګه لوېدیځوال او په تېره امریکا تورنه کړې چې په وینا یې د افغانستان د اقتصادي مخ په ځوړ حالت لامل ګرځېدلې او د افغانستان له خلکو سره همکاري نه کوي.
د یادونې وړ ده چې مولوي عبدالسلام ضعیف په ۱۹۹۰مو کلونو کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ؤ او د جمهوریت په راتلو یوه لنډه موده په ګوانتانامو زندان کې بندي ؤ.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/