معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / مونږ او زمونږ ګاونډيان!

مونږ او زمونږ ګاونډيان!

افغانان چې په تېرو څو لسیزو کې په پرله پسې ډول او په لویه کچه انقلابونو وځپل، د نړۍ په کچه یو له هغه هېوادونو دی چې وګړي یې په لوی اکثریت مهاجرت او کډوالۍ ته مخه کړې، له ګاونډیو هېوادو نیولې بیا د نړۍ تر لرې پرتو هېوادو له دوی په آمان ندي پاتې.
څرنګه چې افغانان له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا نه وو، نو ځکه دغه مهاجرت لویه برخه ګاونډیو هېوادونو ته چې په لږ لګښت هلته تلل آسانه و، تر سره شوه، پدې توګه د ګاونډیو هېوادونو هم غوا لنګه شوه او له افغان مهاجرینو څخه یې د مرستو په موادو او پیسو کې غوړي و اېستل. خپل ملکونه یې پرې وپنځول او د خپل هېواد شاړې او بېدیاوې یې پرې آبادې کړې.
افغان مهاجرینو هم د خپل ژوند د چارو د پرمخ بیولو لپاره په ګاونډيو ملکونو کې دومره سختو او تکلیف رسوونکو چارو ته اوږه ورکړه چې نړۍ کې به یې ډېر کم انسانان د ترسره کولو جوګه وي. ډېری افغانانو خپلې پانګې ځان ته برابرې کړې او په دغه ملکونو کې یې په کار واچولې.
افغانانو د خپل خدای ورکړي طبیعت له مخې دغه ګاونډي ملکونه خپل کور وګڼلو او له ګاونډیو سره یې د هېڅ راز مرستې او همکارۍ څخه ډډه ونکړه خو په مقابل کې یې د دومره نېکیو سره سره دغو ګاونډیو هېوادونو له افغان مهاجرو خپلې ناسمې استفادې ونه درولې.
د افغانانو سره د دوه ګاونډیو هېوادو (پاکستان او ایران) د ظلمونو او جفا ګانو تاریخ او د هغې کیسه خورا اوږده ده، په ځانګړي ډول پاکستان هغه ملک دی چې پر افغانستان د راغلیو سیاسي سیلابونو او انقلابونو له برکته یې خپل ځان په پښو درولی خو تر همدا اوس پورې هم مونږ په خپلو پښو ودرېدو ته نه پرېږدي.
پدې وروستیو کې زمونږ دغه ګاونډي هېواد یو ځل بیا د افغان پناه غوښتونکو سخت ځورول پیل کړي او سره له دې چې د دوی اکثریت هلته د اوسېدو قانوني اسناد او کارتونه هم له ځان سره لري، خو بیا هم هلته ځورول کېږي او اکثرا بندیان ساتل کېږي.
پدې وروستیو کې “ګارډین” ورځپاڼې لیکلي دي چې پاکستان یو شمېر هغه افغانان هم نیولي او بندي کړي یې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ قانوني اسناد له ځان سره لري.
ګارډین ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان بندیانو د مدافع وکیلانو په حواله راپور ورکړی چې د افغان اتباعو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو د سخت دریځۍ له کبله تر اوسه لږ تر لږه اته تنه په زندانونو کې مړه شوي او د ماشومانو په ګډون په سلګونه نور په زندانونو کې بندیان دي.
راپور وایي چې له توقیف شویو افغانانو سره ناوړه چلند کېږي او قضايي بهیر یې د قاضیانو له خوا په سمه توګه نه ترسره کېږي او ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او زندان ته د اچولو تصویرونو او خبرونو اندېښمنه کړې ده.
تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې عکسونه خپاره شوي وو چې په کراچۍ کې افغان کډوال چې ماشومان او کم عمره وګړي هم پکې وو، د پولیسو له خوا په رسۍ تړل شوي وو.
اوس خبره دا ده چې که د پاکستان دولت ځان مسؤول ګڼي، باید د ټولو بندي افغانانو پر وړاندې مسؤولیت لرونکی اوسي او قانوني چلند ورسره وکړي، هغه افغانان چې هلته د اوسېدو یا ورتګ قانوني اسناد په لاس لري، باید په بېلابېلو پلمو ونه ځورول شي. پدې اړه نړیوالو سازمانونو او په خپله د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم څو ځلې د حکومت دغه چلند غندلی او ترې غوښتي یې دي چې له افغان کډوالو سره باید انساني او قانوني چلند وشي.
خو د دې ټولو غوښتنو سره سره د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د ناقانونه افغانانو د وېستلو په پلمه هلته پر مېشتو قانوني او غیر قانوني افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده او پولیس یې په بېلابېلو پلمو هغوی ځوروي او تر ډېره بریده له هغوی پیسې شکوي.
د بریتانیا “ګارډین” ورځپاڼه هم لیکي چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند، دلته تر سیاسي تحول وروسته نور هم ډېر خراب شوی دی.
افغان حکومت له پاکستاني چارواکیو بار_بار غوښتي او په وینا یې هڅې یې پیل کړې چې په پاکستان کې بندي افغانان ژر تر ژره خوشي کړي، خو د هر ځل وعدې سره سره پاکستاني چارواکي نه یوازې دغه بندیان له ځان سره ساتي، بلکې د دغه هېواد په ټولو ښارونو کې د افغانانو نیونې ته هم دوام ورکوي.
که څه هم د افغانستان چارواکیو او بېلابېلو مسؤولنو هر ځل په تکرار سره له پاکستانه غوښتي، چې ژر تر ژره دې دغه بندي افغانان آزاد کړي، خو پاکستاني چارواکي نه یوازې دوی نه خوشي کوي چې د نورو افغانانو نیونې ته هم دوام ورکوي.
اوس په کارده چې دغې مسألې د حل لپاره رسماً او په ډېر جدي ډول له پاکستاني لوري سره خبرې وشي او باید د دې ډاډ ترلاسه شي چې نور پاکستاني پولیس په خپله خاوره کې بېچاره افغان کډوال په بېلابېلو پلمو او بهانو ونه ځوروي او هغه در پدره افغانان چې د علاج یا نورو اړتیاوو لپاره هلته ځي، له ستونزو او کړاونو سره نه مخ کېږي.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس