معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مکسیکو کې د کډوالو د یو بس د چپه کېدو له امله ۱۸ تنه مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي

مکسیکو کې د کډوالو د یو بس د چپه کېدو له امله ۱۸ تنه مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د اوکساکا ایالت د څارنوالۍ دفتر لخوا په خپاره شوي‌ یوه بیان کې ویل شوي، د اوکساکا او کواکنوپالان د لویې لارې په ۸۸ کیلومترۍ د کډوالو لېږدونکي‌ د یو بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې دا پېښه د مکسیکو په جنوب کې د اوکساکا په ایالت کې رامنځته شوې ده.
ویل شوي، چې د پېښې ځای ته ګڼ شمېر امبولانسونه او د ژغورنې ډلې استول شوي او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د اوکساکا ایالت د ملکي خوندیتوب ادارې اعلان وکړ چې ډېری مړه شوي د وینزویلا د هېواد نه راغلي‌ کډوال دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس