معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مېدان وردګو کې د ډبرو سکرو د پروسېس مرکز جوړیږي

مېدان وردګو کې د ډبرو سکرو د پروسېس مرکز جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت د مرکز اړوند کوټه عشرو سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۷ سوه جریبه ځمکه کې د ډبرو سکرو د پروسېس مرکز جوړولو چارې پیل شوې.
د میدان وردګو والي ویلي، د ډبرو سکرو د یاد مرکز په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې بیارغونې کارونه چټک شي او ګڼ شمېر کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولینو بیا زیاته کړې، د نظام قوت په اقتصادي پیاوړتیا سره کیږي، چې اوسمهال هېواد کې د بیارغونې کارونه چټک شوي او هیلې شته چې هېواد په نږدې وخت کې پر ځان بساینې ته ورسیږي.
د مسوولینو په خبره، دغه مرکز په ۷ سوه جریبه ځمکه کې په ملي او نړیوالو سټندرډنو برابر رغول کیږي، چې له دغه ځایه به پروسېس شوي د ډبرو سکاره بسته بندي او بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس