معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مېدان وردګو کې یو تن چې خپله مېرمن یې وژلې وه، ونیول شو

مېدان وردګو کې یو تن چې خپله مېرمن یې وژلې وه، ونیول شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت امنیې قومندانۍ هغه کس ونیوه چې خپله میرمن یې وژلې وه.
د مېدان وردګو ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، د دې ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د برغولي سیمه کې هغه کس ونیول شو، چې په تخار ولایت کې يې خپله مېرمن د چاقو په واسطه وژلې وه.
د خبر له مخې دغه کس محمد آرین د محمد وصیل زوی او د مېدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ د دورانيو کلي اصلي اوسېدونکی دی، چې تر دې وړاندې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ په د دارالعلوم کلي کې یې د خسر په کور کې ژوند کاوه.
امنیتي مسوولینو ویلي، چې نوموړی به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو اګانونو ته تسلیم کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس