کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناروې کمېټې مسوولینو ویلي، چې د کرنې په سکتور کې یې خپلې نوې پروژې د همغږۍ په موخه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني ته وړاندې کړي دي.
د راپور پر بنسټ، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال د یادې کمېټې مسوولینو د کرنې په برخه کې د خپلو نویو پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې دوه چکډمونه او لس سړې خونې جوړوي.
دا پروژه د خوړو خوندیتوب، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د حرفوي زده کړو د برابرولو په موخه د ناروې د کمېټې له لارې پلي کیږي.
د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره کسان په مستقیمه توګه او ۱۵۰ زره کروندګر به په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کړي او همدارنګه د دې پروژو په پلي کېدو سره به پر ۳ زره بزګرانو کرنیز تخمونه هم ووېشل شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/