معماری
خانه / ادب و هنر / ناول ولې لولو؟

ناول ولې لولو؟

ناول ولې لولو؟

لیکنه او ژباړه: د بغلان پوهنتون استاذ ګل رحمن رحماني

د دیارلسو که د څوارلسو کلونو وم، له کیسې او ناول سره مې زیاته مینه درلوده، په هغه له شور ماشوره ډکو ورځو کې مې همېشه د یوازېتوب احساس کاوه او ددغه یوازېتوب ستره تشه مې بیا هم د داستان لوستنې له لارې ډکوله.
زموږ د استوګنې سیمه او حتی ښارګوټي کې زیات کتاب پلورنځي نه وو، په همدې کمو کتابپلورنځيو کې هم چندان کتابونه چې زما په درد وخوري، نه پیدا کېدل. له همدې امله مې سترو او عمومي کتابتونونو ته مخه کړه، هر سهار به د چرګ له اذان سره کتابتون ته روانېدم، په خپل لاسي بکس کې به مې څو داستانونه او ناولونه را اچول او د شپې تر سهاره به مې لوستل او بېرته به مې سپارل.
اصلا په هغو ورځو کې زما د ژوند خوږلت یوازې په همدې کې ؤ.
خو نه پوهېدم چې ولې یوازې ناول او رومان لولم، ولې مې داستانونه تر سهاره بې تابه کوي او مخ په کتابتون مې را کاږي؟
حتی تر دې وروستیو پورې هم نه پوهېدم، بس مینه ده، مینه لاره او چاره نه لري. نور راته دا پوښتنې هم بې ځایه وې چې ولې څوک په ناول او رومان لوستنه روږدی کېږي، خو په دې کې شک نه ؤ چې یوه دروني اړتیا او تلوسه مې د کتابونو خواته را کاږي، هغه مهال داستانونو خپلې خواته وربللم، زه نه غواړم په دې لوستنه کې د خطابي منبر ته ودرېږم او ووایم چې (ای خلکو! ناول ولولئ، ځکه پوهه مو زیاتوي او که یې ونه لولئ، نو څومره به له دنیا شاته پاتې شئ.))
غواړم د خپلې شخصي تجربې پر بنسټ درته ولیکم.
فکر کوم موږ ټول ماجراوی (ماجرا لټونکی) روح لرو، دا ځواک په ځینو کې کم او په ځینو کې زیات دی، یو شمېر چې په کلي ډول یې دا روحیه لرې کړې، عادي او ګوښي خلک دي، یوازې خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.
ماجرا لټونه خپله د انسان ذهن له ننګونې سره مخ کوي، پوښتنې را پیدا کوي او انسان د انسان مخې ته داسې څه دروي چې د نورو لپاره ساده او سترګو لوېدلي وي، نو که وغواړو یا ونه غواړو همېشه زموږ په ذهن کې ځينې پوښتنې پیدا کېږي چې ځواب یې نه چېرته وینو او نه یې لولو، نه مو هم زړه غواړي چې له چا څخه یې پوښتنه وکړو.
زموږ دې پوښتنو ته اکثره ځوابونه نورو انسانانو ورکړي او دوی یې له سره ژوندي کړي دي، یا حتی زموږ ژوند او بېلابېلې تجربې هم د نورو لپاره ځواب ګرځېدلې دي. زما ذهن هم د ډېرو نورو انسانانو په څېر له پوښتنو ډک دی، دا پوښتنې مې په ذهن کې اوړي را اوړي او د مودو راهیسې مې له ځان سره لېږدولې، خو هېڅکله مې نه پوښتلې، نه مې یې لیکلې او هسې د خپل ذهن ګوښه کې مې ساتلي دي.
یوه شپه چې بیا را په کې د داستان او رومان لوستنې همدا عجیب او غریب میل په جوش راغلی ؤ، خپلې تیاره خونې ته لاړم، له کړکۍ مې ډېر کم نور را پرېښود چې یوازې د کتابونو پاڼې راته روښانه کړي، خورخه کاره راګومز د خپلو داستانو د کرکټرونو تر منځ خبرو کې زما د پوښتنو ځوابونه راکړل.
پوهېږم چې که چېرته مې زرګونه کلونه هم تېر کړي وای، نو ددې پوښتنې لپاره مې کوم ځواب نه شو موندلی، ډېر د ارام احساس مې وکړ، ژوره ساه مې واخیسته، داسې مې حس کړه لکه چې ډېر دروند بار مې له اوږې څخه ځمکې ته ښکته کړی وي.
لا هم د کتاب د کرکټرونو یا شخصیتونو سرګذشت باندې تېرېږم، خپلو پوښتنو ته ځواب پیدا کوم او پر شونډو مې موسکا خورېږي.
له هغې شپې نه دا دي شاوخوا دوه کاله تېر شوي دي.
زما د پوښتنو نیالګي لوی شوي، رېښې یې پیاوړې شوې، څانګې او پاڼې یې کړې دي.
همدا تېره اوونۍ مې انا کارنینا لوسته، دا ځل د رومان د یوه شخصیت ژوند لیک تر دې حده له هغه ستونزې سره لاس او ګرېوان ؤ چې خپله له څو کلونو راهیسې ورسره مخ یم، نږدې ؤ چې نه یوازې د خپلې پوښتنې ځواب پیدا کړم، بلکې یوه عملي کړنلاره هم پیدا کړم.
د انا کارنینا رومان کرکټرونه په نولسمه پېړۍ کې په روسیه کې اوسېدل، خو زه دا مهال په خپل هېواد (ایران) کې وم، خو هغه پېښه چې څو پېړۍ وړاندې رامنځته شوې وه، ماته ځواب راکوي چې تر لاسه کول یې هم په اسانۍ سره د لاس رسي وړ نه وو. همدا لامل دی چې موږ ادبیاتو ته سرحد نه شو په ګوته کولای.
د هر داستان شاته یو کس ناست دی، یو ژوند جریان لري، هلته کس یا کسان شته دي چې پر لاره روان دي، د لارې مسیر کې له یوه ځایه له موږ سره ملګري کېږي، که داسې هم نه وي نو د لارښوودې نښې په څېر راته نوی مسیر ښيي.
که داسې نه وی ما او د انا کارنینا کتاب کې وړې استوګنې نجلۍ یوه سره ورته تجربه درلوده، خو زموږ انتخاب کړې لارې ډېرې متفاوتې وې او اوس فکر کوم، څومره به ښه وي چې د هغې په څېر مخته لاړ شم.
موږ د رومان په لوستنې سره همداسې د مېز شا ته ارام ناست یوو، د چایو پیاله مو لاس کې ده، کتاب مو مخې ته پرانېستی دی، پرته له دې چې ټکان وخورو، د نورو تجربې خپلوو، د ماتې، عشق او یوازېتوب تجربې، یا حتی هغه تجربې چې موږ یې ښايي هېڅکله ونه غواړو او باید ورسره مخ نه شو، لکه رسوايي، طلاق، اعتیاد (روږدېدنې)، قتل او … نور.
اوس پوښتنه دا ده چې د داستان او رومان له لوستنې پرته هم امکان شته چې پر یوه واحد زمان کې دې څو ژونده تجربه شي؟
زموږ عصر ډېر محدود دی، د لنډو پیغامونو، څو جمله يي چټونو او د څو په منډه شېبو انځور دی، حوصله مو کمه ده، د نورو انسانانو د ژوند داستانونو لوستنې او اورېدنې ته وخت نه لرو، په داسې حال کې چې اړ یوو څو د هغوی ژوند له ټولو ترخو، خوږو، لوړو ژورو، کمیو او زیاتونو سره ولولو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس