معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ناچاودو توکو تېره میاشت د ۳۰ افغانانو ژوند اخیستی

ناچاودو توکو تېره میاشت د ۳۰ افغانانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۸ نېټه):
د راپورونو له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، د تېرې یوې میاشت پرمهال له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د دوی په خبره د وژل شویو ډېری برخه ماشومان تشکیلوي.
د دغه وزارت مسوولین زیاتوي، چې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله د وژل شویو ډېری پېښې په بدخشان، پروان، غزني او فاریاب ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
د راپورونو له مخې یوازې د تېرې يوې اوونۍ پر مهال بدخشان، غزني او پروان کې له جګړو څخه د پاتې شويو ماينونو چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي دي.
ډېری ولسي وګړو په دغه برخه کې له فعالو موسسو او مسوولینو غوښتنه کړې، چې د ناچاودو توکو د پېژنې او ترې د ځان ساتنې لپاره لرې پرتو سیمو او بانډو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، چې راتلونکي کې د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو کچه کمه شي.
له څو لسیزو راهیسې د جګړو له امله ډېری ناچاودو توکو ملکي افغان معلول او یا وژلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس