کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د نایجیر پوځ د دغه هېواد په ملي تلوېزیون کې اعلان وکړ، چې حکومت یې نسکور او د هېواد واک یې ترلاسه کړی دی.
د دغو رسنیو له قوله د نایجیر د پوځ یو لوړ پوړي مشر امادو عبدرامین په یوه تلوېزیوني بیان کې ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو پرېکړه وکړه، چې د ولسمشر بازوم رژیم ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړي ویلي، چې هېواد کې د ټولو موسسو کارونه ځنډول شوي، سرحدونه تړل شوي او تګ – راتګ بند شوی دی.
د سیمې د ځینو هېوادونو مشرانو د ولسمشر بازوم د پرېښودو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي، چې له ولسمشر بازوم سره غږېدلی او د هغه ننګه کوي.
بازوم دوه کاله مخکې د واک له سوله ییز انتقال وروسته د هېواد مشري ترلاسه کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/