معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نایجیریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله څۀ باندې سل تنه مړه شوي

نایجیریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله څۀ باندې سل تنه مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۴مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس نایجریا کې یوه کښتۍ چې د یو واده څخه بېرته راستنیدونکي کورنۍ په کې سپرې وې، سیند کې چپه شوې ده.
رسنۍ زیاتوي، چې د دغې کښتۍ د چپه کېدو له امله ۱۰۳ تنه مړه شوي دي.
د خبر پربنسټ دغه پېښه د نایجریا د کاوارا په ایالت کې شوې ده.
د دې ایالت د پولیسو مشر اوکسانمي اجیي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې تر اوسه د ۱۰۳ کسانو مړي موندل شوي او تر سلو ډېر ژوندي ژغورل شوي دي.
نوموړي ویلي چې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ښایي د مړو شویو کسانو شمیر لوړ شي.
تر اوسه معلومه نه ده چې په دې کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس