کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزير په نغلو کې د لس میګاه واټه لمریزې برېښنا پروژې له چارو کتنه کړې، چې په وینا یې ډېر ژر به په رسمي ډول پرانېستل شي.
نوموړي د انرژۍ د تولید له دې مرکز څخه د لیدنې پر مهال زیاته کړې، چې د دې ۱۰ میګاه واټه برېښنا په تولید سره به پلازمېنه کابل او ننګرهار کې د برېښنا د کمښت ستونزې تر ډېره برید پای ته ورسیږي.
په نغلو سیمه کې د لمريزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عوف بهرام شرکت په خصوصي پانګونه پلې شوې، چې ۱۰ میګاه واټه برېښنا تولیدوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/