ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/ اسد ۲۹مه او د اګسټ میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د ملگرو ملتونو امنیت شورا تراوسه د ا.ا مشرانو د سفر کولو د بندیز معافیت په اړه تازه پریکړه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا ۱۳ لوړپورو غړو پر سفر د بندیز معافیت نن د اګسټ په ۲۰مه پای ته رسیږي.
د راپورونو له مخې روسیه او چین د بندیزونو د معافیت غوښتونکي دي، امریکا غواړي له ۱۳ جگپوړو غړو څخه د ۷ پر سفر د بندیز معافیت پای ته ورسیږي خو ایرلنډ د ا.ا د ۱۳ مشرانو په سفرونو د بندیز غوښتنه کړې ده.