کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) په افغانستان کې د سرپرست حکومت د واکمنۍ پر سیمه ییز اغېز بحث د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې جوړېږي.
ټاکل شوې چې په دې مذاکره کې به د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن، د بشري حقونو د څار سازمان یوه مسووله هیدر بار، د افغانستان لپاره د اروپايي پارلمان د ټاکل شوي ډلګۍ مشر او ځينې افغان فعالان برخه واخلي.
تر دې وړاندې د افغانستان په تړاو نړیوالو غونډو کې، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د کار او زدکړو په برخه کې د محدودیتونو او سیمې ته له افغانستانه د ترهګرۍ خپرېدو په تړاو اندېښنې مطرح شوې وې.
افغان حکومت د ترهګرۍ په تړاو اندېښنې بې بنسټه او د ځینو استخباراتي کړیو ناسمې څرګندونې بللې وې، چې د دوی په وینا غواړي افغانستان په انزوا کې وساتي.
بلخوا دوی دغه راز ټنیګار کوي، چې د نجونو د زدکړو مخالف نه دي او په دې برخه کې د ځینو کارونو تر بشپړېدو وروسته به ښوونځي پرانستل شي خو د ۴۰۰ ورځو په تېرېدو په دې اړه کوم مثبت خبر نه تر سترګو کېږي.
دا چې د اروپايي پارلمان ننی بحث به په کومو مضوعاتو ورټول وي، څه نه دي ویل شوي.
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نن د اروپا په پارلمان کې د افغانستان د سرپرست حکومت د واکمنۍ پر سیمه ییز اغېز بحث کېږي