معماری
خانه / ګهیځ نیوز / نن د افغانستان او بنګلدېش ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله لوبه ترسره کوي

نن د افغانستان او بنګلدېش ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله لوبه ترسره کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
د کرکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې د افغانستان او بنګلدېش له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې نن د دوو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کوي.
د راپورونو له مخې د بنګلدېش لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
دا د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ده چې د افغانستان په کوربتوب ترسره کیږي.
نننۍ لوبډله کې د افغانستان له لوري سلیمان عربزی، سهیل خان، هارون خان، کامران هوتک، اکرم محمدزی، ناصر حسن، فرهاد عثماني، جاوید پکتین، فریدون او یما ارباب د نعمان شاه په کپتانۍ لوبه ترسره کوي.
ټاکل شوې چې د دغو لوبو دوهمه لوبه دوه ورځې وروسته د روانې مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس