کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دا د آسیا د ملتونو جام لپاره تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلو د لومړنیو سیالیو په لړ کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده، چې نن ماسپښین به د کابل پر وخت ماسپښین یوه نیمه بجه پیل شي.
د افغانستان ۱۷ کلونو لوبډلې په خپلو وروستیو دریو لوبو کې فیلیپین، مکایو او کمبوډیا ته ماتې ورکړې او د نهو نومرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.
د آسیا د ملتونو جام ۱۷ کلنو لوبډلو لومړنۍ سیالۍ چې د آسیا د لسو ښارونو په کوربتوب پیل شوي، ۴۳ لوبډلې په کې په لسو ګروپونو کې برخه لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/