معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ده

نن د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ده

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د محرم پر لسمه د عاشورا پر ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې دا ورځ د شعیه مذهب پالونکو له لوري په خاصو مراسمو کې نمانځل کیږي.

افغانستان کې به تېرو کلونو کې دغه ډول مراسم د مرګونو بریدونو سره مل وو، خو د اوسني حکومت په راتلو سره هر کال دغه مراسم تر ډېره بریده د امن په فضا کې ترسره کیږي.

د افغان حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، د عاشورا مراسمو لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

بل لور بیا شعیه وګړي په نیول شویو امنیتي تدابیرو خوښ دي، خو پر دوی د یو شمېر لګول شویو محدودیتونو له امله اندېښمن دي.

د دوی په وینا د افغان حکومت امنیتي مسوولین دې له دوی سره په دغه ورځ له صمیمیت څخه کار واخلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس