کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په اوو ولایاتو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو، تېزو بادونو او دوړو اټکل کړی دی.
یادې ادارې سیندونو ته نږدې کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې د بارانونو او سېلابونو پرمهال خپل لومړني تدابير ونيسي.
د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله ګڼ شمېر خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/