معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

نن د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د خبر پر بنسټ د یادې ادارې مسوولینو نن چهارشنبې په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنگان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، وردگ، غزني او لوگر ولایتونو کې د شدید باران، تالندې، توپانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې، د اورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو وي.

دغه اداره زیاتوي، په شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د توندو بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ څخه تر ۶۰ کیلو مترو پورې ساعت کې اټکل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس