معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د پاکستان له زندانونو ۵۲۴ افغان بندیان آزادیږي

نن د پاکستان له زندانونو ۵۲۴ افغان بندیان آزادیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، چې د نن ورځې تر پایه به د پاکستان کراچۍ له زندانونو د ۹۷ ماشومانو او ۵۴ مېرمنو په ګډون ۵۲۴ تنه افغانان خوشې شي.
سفارت په دغه ټویټ کې زیاته کړې، چې د دې زندانيانو د ترانسپورت، د لارې او خوراک_څښاک او جامو ټول لګښتونه د سفارت او قونسلګرۍ له لوري ورکول کیږي.
څو ورځې مخکې اسوشېتېډ پریس خبري آژانس د پاکستاني پولیسو او چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د دغه هېواد په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر افغان کډوال بندیان دي، چې د راپورونو له مخې ډېری یې ځورول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس