معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د ګډوالۍ نړیواله ورځ ده

نن د ګډوالۍ نړیواله ورځ ده

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
د ډسمبر ۱۸ د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالۍ نړیوالې ورځې په نوم نومولې.
د دغې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان په خپله اعلامیه کې ويلي، دې وروستيو کلونو کې د شخړو، نا امنيو او اقلیمي بدلون او نورو ستونزو له امله د نړۍ ګڼ شمېر خلک کډوال شوي دي.
دغه راز اعلامیه کې راغلي چې دغو مشکلاتو څخه د خلاصون په موخه میلیونونه کسان په ناقانونه توګه کډوال کیږي چې د سختو لارو له امله د ۲۰۱۴ کاله تر اوسه ۵۰ زرو څخه ډېر کډوال په لارو کې مړه یا وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وينا، نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال هم اوس مهال د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې استوګن دي چې دې وروستیو کې دا لړۍ نوره هم چټکه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس هم ګڼ شمېر افغان ګډوال د نورو هېوادونو ترڅنګ په ایران او پاکستان کې د حاکمو دولتونو تر سخت فشار او زور_زیاتي لاندې ژوند تېروي.
تازه د بښنې نړیوال سازمان مشرې هم پاکستان کې د افغان ګډوالو پر بد وضعیت اندېښنه ښودلې او له پاکستاني حکومته یې په یو لیک کې غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره په روان بد چلند کې بدلون راولي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس