معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن ورځ د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو۳۴ مه کلیزه ده

نن ورځ د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو۳۴ مه کلیزه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
له نن نه ۳۴ کاله وړاندې د سلواغې په همدې نېټه د پخواني شوروي اتحاد سرتېرو تر څه باندې نهه کاله حضور وروسته له افغانستانه بهر شول.
په دغو جګړو کې نږدې دوه مېلیونه افغانان ووژل شول او په زرګونو نور معلول شول.
دغه جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد ۱۴ زره پوځیان هم ووژل شول او له سیاسي او مالي پلوه شوروي اتحاد ته دا جګړه له زیانه ډکه تمامه شوه او د دوی د اتحاد ماتېدو لامل شو.
ملګرو ملتونو د دغه برید له پیله غبرګون وښود او د ۱۳۵۸ کال په سلواغې میاشت کې دغه سازمان د عمومي اسامبلې په پرېکړه لیک کې هم له افغانستانه د دغو پوځيانو پر ژر وتلو ټينګار وکړ.
که څه هم افغان مجاهدینو شوروي اتحاد لښکرو ته ماتې ورکړه، خو تر هغې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې پېل شوې، چې د لکونو نورو افغانانو د وژلو، معلول کېدو او بې ځایه کېدو لامل شو.
په همدې مناسبت نن ټول افغانستان کې عمومي رخصت اعلان شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس