کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ نن چهارشنبه په تاجکستان کې پیلیږي.
ټاکل شوې چې د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۰۵:۳۰ بجو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د مرکزي سټوډیوم په ډګر کې د نیپال او کوربه هېواد تاجکستان ترمنځ ترسره شي.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه راتلونکې شنبې د مازیګر په ۰۵:۳۰ بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سه شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان پر وړاندې وي.
یاده دې وي چې افغان لوبډله له څه باندې پنځه نیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ورځي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/