معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن په کور دننه او بهر د هېواد د استقلال ۱۰۴ مه کلیزه ولمانځل شوه

نن په کور دننه او بهر د هېواد د استقلال ۱۰۴ مه کلیزه ولمانځل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت او ولسي وګړو له لوري په کور دننه او بهر د زمري میاشتې ۲۸مه په هېواد کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۴مې کلیزه ولمانځله.
سرپرست افغان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغان ولس ته د دې ورځې مبارکي ورکړې ده.
د سرپرست حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې ورځې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې ورځ انګریزي اشغالګرو هېواد کې د درېیم ځل لپاره ماتې وخوړه. اعلامیه زیاتوي، چې افغان ولس په دې ورځ د نولسمې پېړۍ زبرځواک اشغالګر پوځونه د خپلو ځاني او مالي قربانیو په ورکړې سره له دې خاورې وشړل.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې سرپرست حکومت له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او هېڅکله به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
له هېواده وتلو ډېری پخوانیو چارواکو او اشخاصو د دغې ورځې لمانځنه کړې او دغه ورځ یې له ویاړ ډکه بللې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس