معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار او لغمان کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

ننګرهار او لغمان کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ او د لغمان په الینګار او مهترلام سیمو کې راوتلو سیلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د خبر پر بنسټ سختو اورښتونو د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کنډي، غازي آباد، جنت خان، قلعټک، سلامپور او یو شمېر نورو کلیو کې د درې کسانو ژوند اخیستی او ۲۰ تنه نور یې ژوبل کړي دي.

یادو سیمو کې ۱۵۰ پورې کورونه هم په کُلي او قسمي ډول تخریب شوي دي.

همدارنګه د مروارید کانال هم د سېلاب له امله تخریب او شلېدلی، چې اوبو یې کهنه دی کلی زیانمن کړی دی.

دغه راز لغمان کې سختو اورښتونو مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ خلک له سختو مالي ستونزو سره مخ کړي دي.

د دواړو ولایتونو مسوولینو ویلي، چې هڅه کوي هر څه ژر یادو سیمو کې زیانمنو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس