معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار مېشتي وګړي د خوراکي توکو پر ټیټو بیو خوښي څرګندوي

ننګرهار مېشتي وګړي د خوراکي توکو پر ټیټو بیو خوښي څرګندوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۳مه نېټه):
د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو په نرخونو کې د پام وړ کمښت له امله ننګرهار مېشتي وګړي خوښ دي.
د جلال آباد ښار یو شمېر هټیوال وایي، د منظم مدیریت او کنټرول له امله د اوړو، غوړیو او یو شمېر نورو خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د دغه ولایت اوسېدونکي د خوراکي توکو د نرخونو په کمښت کې د مسوولینو هڅې ستایي او د دغو نرخونو د دوامداره کنټرول غوښتونکي دي.
بل لور بیا د جلال آباد ښاروالۍ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی هڅې د نرخونو د کنټرول په برخه کې جدي دي.
د ښاروالۍ ویاند زیاته کړې، چې دوی لخوا د نرخو د ټاکلو لپاره کمېسیونونه جوړ شوي، چې هر کمېسیون په خپله برخه کې په چټک او جدي توګه خپلې چارې مخته بیایي.
د سرپرست افغان حکومت د بیا واکمنۍ په لومړیو کې د خوراکي توکو بیې په بې ساري بڼه لوړې شوې وې، چې د اقتصادي برخې پوهانو په باور اوس د منظم سیستم له امله پخواني نرخونه ډېرې کمې او منظمې شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس