معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې به د شدید طوفان او تېز باران له امله ټولو زیانمنو کورنیو سره عاجلې مرستې ترسره شي

ننګرهار کې به د شدید طوفان او تېز باران له امله ټولو زیانمنو کورنیو سره عاجلې مرستې ترسره شي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار په مرکز جلال آباد، سره رود، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو کې د تېرې ورځې سختو اورښتونو او طوفان خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.

دغو پېښو کې تر دا مهاله د شهیدانو رسمي شمېر ۴۰ تنو ته لوړ شوی دی.

مسوولین وایي، چې د ټپیانو شمېر هم له ۳ سوو څخه پورته دی.

د ننګرهار مرستیال والي د زیانمن شویو سیمو څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې په عاجله توګه به د هرې زیانمنې کورنۍ سره ټولې اړینې مرستې ترسره شي.

زیانمن شوي خلک بیا له مسوولینو څخه لا نورو لازمو مرستو غوښتونکي دي.

د مسوولینو په وینا د ځاني تلفاتو ترڅنګ یاد طوفان او اورښتونو په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او د ۵ سوه استوګنیزو کورونو د نړېدو ترڅنګ یې د ۳ سوه عددو په شاوخوا کې د برېښنا لویې او وړې پایې هم نړولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس