کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي، سږ کال په دې ولایت کې ۵۹ زره ۳۹۶ هکتاره ځمکه د غنمو کرلو لپاره ځانګړې شوې، چې له دې ځمکو څخه به ۱۷۵ زره ۳۹۰ متریک ټنه غنم ترلاسه شي.
محسن زیاته کړې، د کرنې ریاست د ۲۲ ولسوالیو له ۴۶ زره ۵۲۱ بزګرانو سره د همکارو موسسو په ملاتړ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې هم کړې، څو بزګران ښه حاصلات تر لاسه کړي.
د کرنې رییس زیاته کړې، موخه یې د بزګرانو لپاره غوره خدمات وړاندې کول دي، څو هغوی وکولای شي په خپلو کروندو کې د کېفیت او کمیت له پلوه ښه غنم تولید کړي.
نوموړي زیاته کړې، د تېرو ۱۱ میاشتو په اوږدو کې یې د ننګرهار اړوند ولسوالیو ۱۲۵ زره ۴۱۰ بزګرانو ته د غله جاتو، مېوه جاتو، سبزیجاتو، صنعتي او تیلي نباتاتو په برخو کې عامه پوهاوی ورکړی او دا چاره به د ترویج مامورینو او مسلکي کارکوونکو له لوري دوام ومومي.
محسن همداراز ویلي، چې د ۱۴۴ زره افغانیو انکشافي بودیجې په مرسته یې ۹ ولسوالیو کې ۲۱ جریبه نمایشي قطعات جوړ کړي، څو بزګران وکولای شي عملي تجربې ترلاسه او د نويو کرنیزو طریقو زده کړه وکړي.
د کرنې او اقتصادي کارپوهانو په باور که د کرنې ریاست دغه هڅې دوام وکړي، نو ننګرهار به ډېر ژر د غنمو تولید له پلوه ځان بسیا، د بزګرانو اقتصادي وضعیت به ښه او دغه ولایت ته به د غنمو واردات کم شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/