معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې تر کابو څلور لسیزو وروسته د عبدالخېلو نږدې ۲ سوه جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوه

ننګرهار کې تر کابو څلور لسیزو وروسته د عبدالخېلو نږدې ۲ سوه جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي۵ نېټه):
د ننګرهار کانال ریاست مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ریاست په هلو_ځلو تر څلورو لسیزو وروسته د عبدالخېلو سیمې نږدې ۲ سوه جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوه.
د دوی په خبره، د سیلابونو او زیاتو اوبو له تهدید او تخریب څخه د یاد بلاک د سوونو جریبه ځمکې محفوظ کولو او په همدې اندازه ځمکې د خړوبولو لپاره دغه سیمه کې د اسحاق زهیر کرنیز شرکت له لوري محافظوي پوله جوړیږي، چې په جوړېدو سره به سیمه کې مخروبه، جبه زاره او د کښت څخه پاتې ځمکه ښېرازه شي.
د دوی په خبره یادې پولې جوړښت باندې میلیونونه افغانۍ لګښت راځي، چې ورسره به شاوخوا پنځوس تنو ته په مستقیمه توګه د کار زمینه هم برابره شي.
د کانال ریاست د مطبوعاتي مسوولينو په خبره د دغې چارې تر بشپړېدو وروسته به یاده ساحه سرسبزه او تفریح ځایونه به په کې جوړ شي، چې په وینا یې ورسره به د دغې ځمکې ارزښت هم لا نور لوړ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس