معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د باریکاب عالي لېسې ته د سیمې د خلکو په مالي لګښت د احاطې دېوال جوړیږي

ننګرهار کې د باریکاب عالي لېسې ته د سیمې د خلکو په مالي لګښت د احاطې دېوال جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند باریکاب عالي لېسې ته د سیمې کليوالو په خپل مالي لګښت د احاطې دېوال د جوړولو چارې پیل کړي.
خبر زیاتوي، چې یادې لېسې د احاطوي دېوال نه درلودلو له امله ګڼو ستونزو سره مخ وه، چې اوس د سيمې اوسېدونکو له لوري یې د اشر په بڼه د جوړلو چارې پیل شوي دي.
ځایي خلک وایي، چې د احاطوي دېوال ترڅنګ به د لېسې دواړو خواو ته د انګړ دوه دروازې کېنوي او د یادې لېسې د انګړ ښکلا لپاره به هم لاس په کار شي.
باریکاب عالي لېسه چې پۀ ۱۳۴۴ هـ ل کال کې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې تاسیس شوې، تر اوسه پورې ترې زرګونه شاګردان فارغ شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس