معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د بیو کمېدو سره خلک د نانوایانو پۀ ډوډیو کې د وزنونو د ډېرښت غوښتنه کوي

ننګرهار کې د بیو کمېدو سره خلک د نانوایانو پۀ ډوډیو کې د وزنونو د ډېرښت غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۶مه نېټه):
دا چې دې وروستیو کې د خوراکي او سون توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی، ننګرهار کې د جلال آباد ښار اوسېدونکي له مسوولینو غوښتنه کوي، چې پر نانوایانو باندې دې د وچې ډوډۍ وزنونه بېرته زیات کړي.
دغه وزنونه لومړیو کې د اوسني سرپرست افغان حکومت د راتلو په لومړیو ورځو کې د اوړو او سون توکو د جګو بیو له امله کم شوي وو.
دوی د جلال آباد ښاروالي له مسولینو غوښتنه کوي، چې د جلال آباد ښار ټول نانوایانو ته د نوي ټاکلي وزن نرخنامې ورکړي.
د جلال ښاروالۍ بیا وایي، د جوزا له لومړۍ نېټې یې نوې نرخنامې وېشلي، چې په کې د یوې وچې ډوډۍ وزن له ۱۴۰ ګرامو څخه شاوخوا ۲ سوه ګرامو ته لوړ شوی دی، چې په دې سره د هرې وچې ډوډۍ وزن ۶۰ ګرامه ډېرښت موندلی.
جلال آباد کې د وچې ډوډۍ پلورونکي نانوایان بیا ډاډ ورکوي، چې د ښاروالۍ ټولو اصولو عملي کولو ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د اوړو، غوړیو او نورو خوراکي او سون توکو پۀ بیو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس