معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د تېرې ورځې د شدید طوفان او تېز اورښت له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۵ تنو ته ورسېد

ننګرهار کې د تېرې ورځې د شدید طوفان او تېز اورښت له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۵ تنو ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار د اطلاعاتو آمر ویلي، چې د سختو اورښتونو او طوفان له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۵ تنو ته لوړ شو.

د نوموړي په وینا دغه پېښه کې د ټپیانو شمېر هم ۳ سوو ته لوړ شوی دی.

یاد ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون او فاطمة الزهرا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د مسوولینو په وینا د ځاني تلفاتو ترڅنګ یادو اورښتونو په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب کړې او د ۴ سوه استوګنیزو کورونو د نړېدو ترڅنګ یې د ۳ سوو په شاوخوا کې د برېښنا پایې هم چپه کړې دي.

مسوولین وایي، تر ټولو ډېر زیان په مرکز جلال آباد، سره رود، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو کې خلکو ته اوښتی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس