معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د زیتون تېلو او اچارو پروسېس رسمآ پیل شو

ننګرهار کې د زیتون تېلو او اچارو پروسېس رسمآ پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د وادي کرنیز شرکت ویلي، چې د زیتون تېلو پروسېس او زیتون اچارو څخه د بوتلونو ډکولو پروسه رسمآ پیل شوه.

د خبرپاڼې له مخې دغه پروسه د شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس او زیتون فابریکې امر له لوري رسماً پیل شوه.

د یاد شرکت په وینا د سږکال په ترڅ کې به د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیتره خالص د زیتونو تېل او ۳۰ ټنه زیتون اچار له دې پروسې ترلاسه شي.

د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس بیا ویلي، چې په راتلونکي کې پلان لري، څو زیتون فابریکه نوره هم ترمیم کړي.

د ده په وینا د احاطې زیاتولو او د نويو عصري ماشینونو نصبول یې هم په پلان کې دي.

د مسوولینو په خبره دغه اقدامات به د ننګرهار کانال شرکت د عوايدو کچه لوړه کړي او زیات شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس