معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د شفافیت او حساب ورکولو په نوم د دولتي اداراتو د خبري ناستو لړۍ پیل شوه

ننګرهار کې د شفافیت او حساب ورکولو په نوم د دولتي اداراتو د خبري ناستو لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري د شفافیت او ولس ته حساب ورکولو تر عنوان لاندې د خبري ناستو لړۍ پیل شوه.

دغه لړۍ چې د یاد ریاست د اطلاعاتو امریت تر چتر لاندې پیل شوه، په کې به د ننګرهار د ټولو ریاستونو او اداراتو مسوولین هره سې شنبه د رسنیو پر وړاندې د خپلو ترسره شویو او راتلونکي کې د ترسره کېدونکو چارو په تړاو معلومات ورکوي.

د کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي ویلي، له دې خبري ناستو یې موخه شفافیت او ولس ته حساب ورکول دي.

د نوموړي په وینا د کنفرانسونو دې لړۍ کې به د هرې سې شنبې ورځ د مختلفو اداراتو مسوولین د رسنیو پر وړاندې د خپلو ترسره شویو او راتلونکي کې د ترسره کېدونکو چارو په اړه معلومات ورکوي.

د دغو ناستو په ترڅ کې نن سه شنبه د امنیې قومندانۍ رسنیزه ناسته ترسره شوه، چې په کې د یادې قومندانۍ مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز د امنیتي وضعیت، د جرمونو پر وړاندې د مبارزې، نیول شویو مجرمینو او راتلونکو امنیتي پلانونو په اړه معلومات رسنیو ته وړاندې کړل.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس