معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوه

ننګرهار کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د صنعتي پارکونو جوړولو په موخه ۲۰ زره جریبه ځمکه تثبیت، تعین او انتقال چارې یې بشپړې شوې.

د دوی په وینا د مشرتابه د حکم پر اساس دغه ځمکه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې او اړوند ټول اسناد یې چمتو او تایید شوي دي.

د مسوولینو په خبره یاده ځمکه کې به صنعتي پارکونه جوړ شي، چې د صنعتکارانو ستونزې به حل، پانګوالو ته به زمینه برابره او د هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د یاد اقدام هرکلی کړی او دا یې د هېواد د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس