کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ننګرهار کې د کامې بند د عصري کولو او پرمختګ په برخه کې د یوه خصوصي ساختماني شرکت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې وزارت په وینا، د هوکړې له مخې به یاد خصوصي شرکت د کامې بند د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پر سیستم کار پیل کړي او د بند په عصري کولو کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې، دا پروژه د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده، چې په ننګرهار کې د بندونو او کانالونو د رغونې او پراختیا لپاره روانې دي.
په ورته مهال کامه کې د میرزاخېل او ماماخېل پر بندونو هم کار جریان لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/