معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د ګرمې هوا شدت خلکو کې د پوستکي ناروغي ۴۰ سلنه لوړه کړې

ننګرهار کې د ګرمې هوا شدت خلکو کې د پوستکي ناروغي ۴۰ سلنه لوړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس ویلي، چې د ګرمې هوا شدت له امله خلکو کې د پوستکي ناروغي ۴۰ اشاریه ۶ سلنه لوړه شوې ده.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس په وینا د دې ناروغۍ سربېره د شري، نس ناستي، ډنګي او ملاریا ناروغي هم د ګرمې هوا له امله زیاته شوې ده.

نوموړی ډاډ ورکوي، چې د عامې روغتیا ریاست ګرځنده ټیمونه ساحو کې ګمارل شوي او د یادو ناروغیو مخنیوي لپاره یې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم زیات کړي دي.

ډاکټران د دغو ناروغیو مخنیوي لپاره د پشه خانو د کارولو ترڅنک د پاکو اوبو او تازه مېوو استعمال اړین بولي.

د ننګرهار د انتاني ناروغیو د روغتون یو متخصص ډاکټر پاک چاپېریال او پاک خواړه د دغو ناروغیو مخنیوي لپاره اغېزمن ګڼي.

بل لور د ننګرهار چاپېریال ساتنې ریاست هم له خلکو غواړي، چې د ناروغیو مخنیوي لپاره باید خپل چاپېریال پاک وساتي او دوی سره دې د چاپېریال په پاک ساتلو کې همکار شي.

د ننګرهار مرکز جلال آباد او شاوخوا ولسوالۍ د اوړي په موسم کې د تودوخې له لوړې درجې سره مخ کیږي، چې روغتیا پالان په کې د ناروغیو مخنیوي لپاره د خپلو هڅو په دوام له خلکو څخه د حفظ الصحې اصولو ته جدي پاملرنه غواړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس