معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې درې تنه ځنګل پرې کوونکي نيول شوي

ننګرهار کې درې تنه ځنګل پرې کوونکي نيول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې د زراعت او عشر زکات مسوولينو ويلي، چې د ځنګل ساتونکو یې تېره ورځ د طوطو قريې اړوند د غمچۍ په غره کې درې تنه نيولي، چې ځنګلونه یې پرې کول.
دوی ویلي، نیول شوي کسان د ولسوالۍ امينې قوماندانۍ ته د همدې تور له امله سپارل شوي، چې په ياد غره کې يې شنې ونې وهلې.
مسوولین زیاتوي، چې ځنګلونه ملي شتمني ده او د دغې ملي شتمنۍ ساتنه د ټولو افغانانو وجيبه ده.
دوی په قومي مشرانو او ځايي خلکو غږ وکړ، چې د ځنګل پرې کولو څخه په کلکه ډډه وکړي او که هر چا سرغړونه وکړه، عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.
هېره دې نۀ وي چې دې وروستیو کې وروسته تر هغې چې د هېواد ځنګلونو پرې کېدو خبرونو زور واخېست، د سرپرست افغان حکومت چارواکو د کونړ، پکتیا، نورستان او یو شمېر نورو مهمو ولایتونو د ځنګلونو ساتنې لپاره د شنې قطعې په نوم یوه قطعه رامنځته کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس