معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې زرګونه جریبه شاړې ځمکې زرغونیږي

ننګرهار کې زرګونه جریبه شاړې ځمکې زرغونیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال ریاست ویلي، د دغه شرکت په څلورګونو فارمونو کې شاړې زرګونه جریبه ځمکې بېرته زرغونوي.

د دوی په وینا له دغې چارې یې موخه د کرنیزو ځمکو پراخول، د چاپېریال ښه کول او خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

د ننګرهار ریاست مسوولین وایي، په څلور ګونو فارمونو کې به د ۳ زره ۵ سوه جریبو په شاوخوا کې شاړې ځمکې زرغونې کړي.

د دوی په خبره د شاړو ځمکو آبادولو لپاره به د اوبو لګولو منظم سیستمونه جوړ، کرنیزو محصولاتو ودې لپاره به ځانګړي تدابیر برابر او د مالټې باغونو ته به په کې جدي پاملرنه وشي.

ننګرهار مېشتو ولسونو بیا دې اقدام په اړه هیله ښودلې، چې دا چاره به اقتصادي وده چټکه او د خلکو په ژوند کې به ورسره ښه والی راشي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس