معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې وروستۍ ږلۍ او بارانونو د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي

ننګرهار کې وروستۍ ږلۍ او بارانونو د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېرو څو ورځو کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې تېزو بارانونو او ږلۍ خلک سختې ځپلي دي.
د خبر له مخې بهسود، سره رود، کامه، پچیر آګام، لعلپوره او ګوشته هغه ولسوالۍ دي، چې تر نورو ولسوالیو به کې ډېر زیانونه اوښتي.
د راپور له مخې یادو ولسوالیو کې ۱۳ زره ۲۰۶ جریبه غله جات او سبزیجات زیانمن شوي، ۳۵۰ کورونه ویجاړ شوي او د ۲۵ تنو د ټپي کېدو ترڅنګ په کې پنځو تنو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.
خبر زیاتوي، چې د ننګرهار په یادو ولسوالیو کې ۱۹ زره ۸ سوه چرګوړي او چرګان هم له منځه تللي او په زرګونو جریبه د هندواڼو او نورو سبزیجاتو فصلونه تخریب شوي دي.
مسوولینو ویلي، هڅې یې پیل کړي، چې لۀ زیانمن شویو سره عاجلې مرستې ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس