معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې پر نشه یي توکو ۱۵۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

ننګرهار کې پر نشه یي توکو ۱۵۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون څخه ۱۵۰ تنه له ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د روږدو کسانو د درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون آمر ډاکټر محمد سمین ستانکزی وایي، تېر یو کال کې یې د ۱۳ سوه معتادینو درملنه کړې او په راتلونکو څو ورځو کې به د امنیه قومندانۍ په مرسته د معتادینو د راټولولو بل کمپاین هم ترسره کړي.
د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۱۲۰ تنه د درملنې په موخه دغه روغتون ته ولېږدول شي.
د سرپرست افغان حکومت تر بیا حاکمیت وروسته ټول هېواد کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې چاره چټکه شوې ده.
بل لور بیا یو شمېر خلک نیوکه کوي، چې د دغو کسانو له ډلې ډېری یې د بې روزګارۍ او فقر له امله بیا ځل د دغه توکو استعمال ته مخه کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس