معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې پر ۵ سوه جریبه ځمکه کرنیز کمپلېکس جوړیږي

ننګرهار کې پر ۵ سوه جریبه ځمکه کرنیز کمپلېکس جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبيعي سرچينو مرستيال ننګرهار ته سفر کې د کرنې له ځايي مسوولینو سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په دې ولايت کې د ختيځ زون په کچه ۵ سوه جريبه ځمکه کې د کرنې او مالدارۍ کمپلېکس جوړوي.

د خبر پر بنسټ په دې کمپلېکس کې به د کرنې، بڼوالۍ، غله جاتو، خاورې پېژندنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او څارويو روغتيا برخو کې خدمات وړاندې کیږي.

مسوولینو زیاته کړې، چې له دې کمپلېکس څخه موخه بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره مرسته او د خصوصي کرنيز سکتور پياوړي کول دي.

د کرنې وزارت ویلي، په پلان کې ده څو په دې ولايت کې ډېر ژر د ۲۲ چک ډيمونو د جوړولو چارې هم پيل شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس