معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان ولایت کې د ۱۳ میلیونه یورو په ارزښت یو شمېر پروژې پلې کیږي

نورستان ولایت کې د ۱۳ میلیونه یورو په ارزښت یو شمېر پروژې پلې کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د کلیو بيا ودانولو موسسې ویلي، چې نورستان ولایت کې د ۱۳ میلیونه یورو په ارزښت یو شمېر پروژې پلې کوي.
د دغې موسسې مسوول رسنیو ته زیاته کړې، چې غواړي دغه ولایت کې د ۱۳ميلیونو يورو په ارزښت د سرپنا او ساختمانونو اړوند يو شمېر پروژې پلې کړي.
نوموړي ویلي پلان لري، چې په دغه کال کې به په یاد ولایت کې د کرنې اړوند د ساختمانونو، خلکو ته د سرپنا په جوړولو او نورو برخو کې د عامو خلکو د لاسنیوي په موخه یو شمېر پروژې پلې کړي.
نورستان چې په طبیعي ښکلاو پوخل شوی ولایت دی، دې وروستیو کې ورته د سېلانیانو ورتګ ډېر شوی دی، خو اوسېدونکي یې په کمزوري اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
ـــــــــــــــــــــــ

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس