معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان کې د لومړي ځل لپاره د معتادینو د درملنې مرکز پرانیستل شو

نورستان کې د لومړي ځل لپاره د معتادینو د درملنې مرکز پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې په لومړي ځل د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې په مرسته د نورستان په مرکز پارون کې د معتادینو د درملنې شل بستریز مرکز پرانیستل شو.
د دې مرکز مسوول ويلي، د اعتیاد ستونزې د دغه ځای خلک دومره تنګ کړي، چې ان د دې مرکز د عملي فعالیتونو تر پیل دمخه دوی ته خلکو مراجعه کړې او د ناروغانو لپاره د بستر په لټه کې دي.
د نورستان اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دې مرکز لپاره دې کافي امکانات په واک کې ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس