معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان کې پوليسو ته د يونيفورم ويشلو لړۍ پيل شوې:

نورستان کې پوليسو ته د يونيفورم ويشلو لړۍ پيل شوې:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۷):
د نورستان د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، پوليسو ته د يونيفورم د ويشلو لړۍ يې په يو لړ مراسمو سره پرانيستې ده.
د نورستان والي مراسمو ته په وينا کې د پوليسو په ليکو کې د نظم پر لا ډير ټينګښت ټينګار کړی دی.
نوموړي ویلي، پوليس بايد د دندو پر مهال د خپلو قوماندانانو بشپړ اطاعت وکړي او په خپلو ليکو کې د يووالي او اتحاد خيال وساتي.
تر دې وړاندې کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر پولیسو ځانګړي یونیفورمه وېشل شوي وو.
له حکومتي مسؤولینو د ډېری افغانانو غوښتنه همدا ده چې له عادي وګړو سره د نظاميانو او پولیسو د توپیر او پېژندنې لپاره دې ټول هېواد کې نظامي اشخاص په ځانګړي یونیفورم باندې ملبس شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس