معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان کې ۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او مشروبات وسوځول شول

نورستان کې ۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او مشروبات وسوځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۰ نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د پارون ښاروالۍ په مشري د تاریخ تېره توکو د کمېټي له لوري د پارون ښار او اړوندو ناحیو دوکانونو څخه ۵ ټنه تاریخ تېره توکي راټول او وسوځول شول.
د مسوولینو په وینا دغه توکي د یوي میاشتي مودي کمپاین په ترڅ کې د پارون ښار او مختلفو ناحیو هټيو څخه راټول شوي، چې ډېری په کې مشروبات وو.
خبر زیاتوي، چې د یاد کمپاین په ترڅ کې هټیوالو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې چې راتلونکي کې د تاریخ تېره توکو له خرڅلاو څخه ډډه وکړي، کنه له قانوني جدي برخورد سره به مخ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس