معماری

اسلامي امارت وايي مخدوم عالم یې د انسان تښتونې په تور نیولی

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د اسلامي امارت مرستیال وياند انعام الله سمنګاني ويلي، قوماندان مخدوم عالم د “اختطاف او انسان تښتونې” په تور نیولی او اوس يې موضوع تر څېړنې لاندې ده. سمنګاني زياته کړه، عالم مخدوم د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا نيول شوی و چې …

ادامه نوشته »

د نوي کال په راتګ سره د نجونو ښوونځي پرانستل کېږي

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، هیله لري چې د نوي لمریزکال په پیل کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې …

ادامه نوشته »

عمران خان افغانستان ته د بشري ځواک د رالېږلو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان کې د بشري کړکېچ د مخنیوي په موخه د خپل هېواد له چارواکو غوښتي چې بشري ځواک را ولېږي. عمران خان دغه غوښتنه د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو او وزیرانو کمېټې (اپکس) په درېیمه غونډه کې کړې …

ادامه نوشته »

بلینکن: م.م او سور صلیب دې افغانانو سره مرستې ډېرې کړي

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) امریکا پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر او دغه راز …

ادامه نوشته »

ا.ا: د ترکمني چارواکو سره یې د پلاوي خبرې ګټورې وې

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د افغانستان اسلامي امارت د ترکمنستان له حکومتي چارواکو سره دغه هېواد ته د تللي افغان پلاوي خبرې ګټورې بولي. د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه رسنیو ته ویلي، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له …

ادامه نوشته »

‏عبدالباري عمر: د روغتیايي چارې دې له سیاسته لرې وي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان د روغتیا وزارت مسلکي معین ډاکتر عبدالباري عمر وايي، لاهم نړیوال بانک په افغانستان کې د کورونا د مرکزونو د تمویل په برخه کې بیا ځلي فعالیت نه دی پیل کړی. تر دې وړاندې نړیوال بانک تر ۲۰۲۴ میلادي کاله په هېواد …

ادامه نوشته »

ازبکستان پر افغانستان ۶۰ سلنه برېښنا کمه کړې ده

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) د افغانستان برښنا شرکت وايي، ازبکستان دغه هیواد ته په ورداتي برښنا کې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی. شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ‏‎ازبکستان د افغانستان له برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته دغه کار کړی دی. خبرپاڼه کې دا هم ویل …

ادامه نوشته »

امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) امریکا نن له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د ان‌ بي ‌سي د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والي او دغه راز د دغه هېواد د اقتصادي سقوط د مخنیوي په موخه نن …

ادامه نوشته »

نوی افغان حکومت د ډیورنډ فرضي کرښه نه مني

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۲۲مه) ډيپلوماټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي دي، د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر د دغه هېواد نوی حکومت هم د ډيورنډ فرضي کرښې له منلو ډډه کوي چې دا مسئله به د پاکستان اندېښنې لا پسې ډېرې کړي. سرچینه کاږي د …

ادامه نوشته »

ا.ا د امام علي رحمان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په افغانستان کې د تاجکستان پولې سره د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوي دي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) د افغانستان اسلامي امارت وايي، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې افغانستان کې له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د ورانکاریو په موخه کمپونه جوړ شوي دي. تر دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر ويلي و …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس