معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / “نومیالی ګهیځ”، د اسلامي مبارزې د یوه اتل سپاهي یاد!

“نومیالی ګهیځ”، د اسلامي مبارزې د یوه اتل سپاهي یاد!

په څلوېښتمه لمریزه لسیزه کې هغه وخت چې په افغانستان کې یوې خواته د ایډیولوژیو جګړه نوې ګرمه شوې وه او بل لوري ته د سیمې او ګاونډ هېوادونو هر یوه غوښتل زمونږ په مسلمان هېواد کې خپلې ایډیولوژیکې جرړې وغزوي، یوه درویش صفته او فقیر افغان (شهید منهاج الدین ګهیځ) د خپل ایماني رسالت او ويښ ضمیر په آواز، پداسې حال کې چې لا د خپلې کورنۍ غړي یې هم ورسره متفق نه وو، د “ګهیځ” د وېښونکې او روزونکې جریدې بنسټ کېښود چې په کمه موده کې یې وکولای شول نه یوازې په پلازمېنه کابل، بلکې په ټول افغانستان کې خپلې وړانګې خپرې کړې او اسلامي فرهنګي مبارزې تش سنګر یې په ډېره ښایسته بڼه ډک کړ.
د ګهیځ د پیاوړې جریدې د هغه وخت شته کلیکسیونونو ته یوه پاملرنه دا را په ګوتو کوي چې په رښتیا هم شهید منهاج الدین ګهیځ او د ګوتو په شمار د ده مبارزو قلموالو ملګرو لا هغه وخت پدې ملک او پدې خاوره د سره استعمار تاړاک درک کړی وو او د هغې د مقابلې او ورسره د مبارزې ګرم سنګر یې پرانیستی وو چې په هېواد کې د شاهي نظام تر سیوري لاندې زمونږ یو شمېر برجسته علماء او روحانیون هم په آرام خوب ویده وو او د دې هېواد او ولس د نژدې راتلونکې د دې سترې غمېزې وړاندوینه یې نشوای کولای.
“ګهیځ” چې له نن څخه لسیزې وړاندې د خپل ایماني رسالت او عمیق فهم له مخې رسنیزه مبارزه پیل کړه، نن هم د دې ولس او ټولنې په لیکو کې د څلوېښتمې او پنځوسمې لسیزې د ګهیځ په څېر د یوه بل همداسې وېښونکي او په ټولنه او هېواد کې د اسلامي فهم او بهرني استعمار په وړاندې د ودرېدونکي “گهیځ” د زرینو وړانگو د ځلېدو او خورېدو شاهده ده چې غواړي هېواد او هېوادوال د احساس او سپېڅلتوب په میدان کې ټینګ ودرېږي او ښکاره کړي چې که د وخت مزدور عناصر د شهید منهاج الدین ګهیځ وینه د هغه د اسلامي انقلابي افکارو او وېښونکو فعالیتونو د مخنیوي په موخه تویولی شي نو د اوس پېر یو شمېر مسؤولیت پېژندونکي وګړي هم بیا د هغه د کار او فکري خط د دوام په بڼه، د نوموړي سپېڅلي شهید یاد ژوندی ساتي او د ژوندي ساتلو ژمنه یې کوي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د خپل فرهنګي او رسنیز فعالیت د پیل له نېټې څخه ژمنه کړې چې د دغه نوم ورکي شهید د ژوند او مبارزې په تړاو به معلومات را ټولوي د هغه د کورنۍ د ژوند تیاره اړخونه به رڼا کوي او پر هغه پله به پل ږدي چې د بیان د آزادۍ او اسلامي مبارزې د لارې دغه اتل شهید پرې ګام اېښی.
دا کار پدې هم ضرور دی چې زمونږ د ولس او هېواد راتلونکي نسلونه د خپلو ګڼو نورو ویاړونو تر څنګ باید خپل سپیڅلي قهرمانان او د استعمار سره د مبارزې په لار کې خپل ویاړلې شهیدان وپېژني، د هغوی د شخصیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او پدې پوه شي چې پر هېواد او ټاټوبي یې د سره استعمار د پوځي یرغل نه کلونه وړاندې، د دې خطر وړاندوینه کړې وه او د هغې سره د مبارزې په لار کې یې د وېښتابه او بیدارۍ غوښتنه کړې وه.
لکه څه ډول چې د “نومیالی ګهیځ” کتاب د مخکتنې په غونډه کې چې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له خوا جوړه شوې وه، ګډونوالو او وینا والو د دې اقدام ستاینه وکړه او دا ډول اقدامات یې د هېواد د فرهنګي مبارزې په ډګر کې یو پر وخت، مناسب او وړ ګام وبللو، همداسې به ان شاء الله پدې لار کې زمونږ نور اقدامات هم مناسب او د ټولنې له شان سره برابر وي.
طبیعي ده چې دا ډول ګامونه او اقدامات له ستونزو او نا خوالو هم خالي نه وي، پدې لار کې د ګهیځ ټولنې اخیستل شوي ګامونه هم نه بشپړ ګڼلای شو او نه هم بسندوی او د دې ستونزمن مزل ترسره کول که یوې خواته جدي کار او زیار ته اړتیا لري نو بل اړخ ته د هېواد والو او په خاصه توګه د هېواد د پوه او زړه سوانده ټولګي، پراخ مادي او معنوي ملاتړ هم ورسره ضروري دی.
که چېرې زمونږ اخیستل شوي ګامونه او پدې لار کې ترسره شوی کار او زیار د هېواد او ولس د پوه او زړه سوانده قشر پراخ ملاتړ له ځان سره و نه لري، بیا هم مونږ ځان بریالی نشو ګڼلای او بیا به هم ونشو کولای په ډاډه زړه خپل کار او زیار ته دوام ورکړو.
پدې هیله چې وکولای شو پدې هېواد کې د فرهنګي مبارزې د اتلو قلموالو او پیاوړو فرهنګي مبارزینو د هلو ځلو او د هغوی د پاک احساساتو سمه قدرداني وکړای شو او کم تر کمه راتلونکو نسلونو ته د هغوی یو داسې انځور ورکړو چې پرې و ویاړي، نه دا چې خدای نا خواسته هېر یې کړي او هلې ځلې یې له ذهنونو وباسي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس