معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نوي بانک نوټونه تر اوسه بازار ته نه دي وړاندې شوي

نوي بانک نوټونه تر اوسه بازار ته نه دي وړاندې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړي وايي، چې د هېواد د صرافیو مارکېټونو کې د مندرسو افغانیو حجم زیات شوی، چې هېوادوال یې په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د صرافانو د ټولنې په وینا، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه د نویو افغانیو د چاپ غوښتنه کړې، خو په خبره یې تر اوسه مارکېټ ته دا نوټونه نه دي رسېدلي.
دوی زیاتوي چې نوي بانک نوټونه د سرپرست حکومت د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د سرپرست په لاسلیک چاپ شوي چې د ځینو عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس