معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نوي ډیلي کې د روسیې سفیر د افغانستان په اړه د دغو دواړو هېوادونو همکاري ستایلې

نوي ډیلي کې د روسیې سفیر د افغانستان په اړه د دغو دواړو هېوادونو همکاري ستایلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
د هندي رسنیو د خبر له مخې په ډهلي کې د روسیې سفیر ويلي، هند د افغانستان د ستونزو د حل لپاره له روسیې سره د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکی دی.
ډینیس الیپ اف د ډیلي د دې غوښتنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هند او پاکستان ترمنځ اختلافات باید د افغانستان د ستونزو د هواري خنډ نه شي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې دې تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره د هند په ګډون د پاکستان، ایران، چین او روسیې ترمنځ د پنځه ګونو هېوادونو ترمنځ د یوې ډلې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس