کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک ویلي، چې افغانستان باید له بېړنیو مرستو ورهاخوا پر اوږد مهاله پروژو پانګونه وکړي، چې دوام ولري.
د یاد بانک په وینا، که څه هم بېړنۍ مرستې د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې دي، خو د خوړو د خوندیتوب د دوامداره ثبات لپاره نورو حل لارو ته اړتیا ده.
دې بانک په دغه راپور کې زیاته کړې، چې افغانستان د خوړو له سخت بحران سره مخامخ دی او د دې هېواد په میلیونونو وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
د نړیوال بانک د اټکل له مخې، ۱۱.۶ میلیونه افغانان چې د افغانستان د ټول نفوس ۲۵ سلنه جوړوي، د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.
د نړیوال بانک په وینا، اقلیمي بدلونونو دغه بحران لا پراخ کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/